طالبان وايي د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه او چپرهار ولسوالۍ کې سېلابونو ۵ کسان مړه او ۸ نور ټپيان کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو-ټلوېزیون د یادې ډلې په حواله راپور ورکړی چې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو سېلابونه راغلي او په پایله کې یې ۵ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د راپور لهمخې، دې سېلابونو زرګونه جریبه زراعتي ځمکه، د ویالو څو سربندونه او لارې هم ویجاړې کړي دي.