د شانګهای سازمان سرمنشي: د افغانستان له‌خوا اوس هم د ترهګرۍ ګواښ شته

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د شانګهای همکاریو سازمان سرمنشي نورلان یرمکبایوف وایي چې په افغانستان کې اوس هم ټولنیزې ننګونې شته، د ښځو حقونه نه ورکول کېږي او ترهګري نه ده ورکه شوې. هغه وايي چې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان د ستونزو په اړه د نظر یووالی شته.

یرمکبایوف ټینګار وکړ، چې د شانګهای همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت له نژدې څخه څاري.

هغه د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي سره په مرکه کې زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی، خو په بشري او ټولنیزو برخو کې اوس هم ننګونې شته، لکه د ښځو حقونه او ترهګري.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګوهم په یوه مقاله کې په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه ویلي و، چې په افغانستان کې تر ۲۳ زرو ډېر ترهګر فعالیت کوي.

نورلان یرمکبایوف ویلي چې له دې ننګونو سره سره، د شانګهای د همکاریو سازمان ټول غړي هېوادونه د طالبانو له ادارې سره همکاري کوي.

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي په وینا، د دې سازمان د مشرانو د شورا په اعلامیه کې د ۲۰۲۴ کال د جولای پر۴مه نېټه ټینګار شوی و، چې په افغانستان کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې او ثبات یوازینۍ لاره ده.

د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمنشي څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د دې سازمان ستره غونډه به د چین په شمالي ښار تیانجین کې جوړه شي. دا غونډه به د اګست له ۳۱مې څخه بیا د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري. یادې غونډې ته د وربلل شویو کسانو په نوملړ کې د طالبانو نوم نه دی یاد شوی.

شانګهای یو سیمه‌ییز سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی. روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران، اوزبکستان او بېلاروس یې اصلي، خو افغانستان او مغولستان یې ناظر غړي دي.

نور خبرونه

رادیو