د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون یې د خپل مشر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور کړی دی. د دغه قانون لهمخې، شاعران مکلف دي چې په خپلو شعرونو کې د اسلامي اخلاق ترویج او د هېوادپالنې او ملي یووالي په تړاو پیغامونو ته ځای ورکړي.
د یاد قانون پر بنسټ، شاعران باید په خپلو کې شعرونو کې له ژبني نفاق، ملي شعایرو ته له سپکاوي، له ناسمو اړیکو د ستاینې او ترټولو مهم دا چې د طالبانو د مشر د پرېکړو له مخالفت څخه په کلکه ډډه وکړي. د طالبانو د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون درې بابه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې هغوی چې پر یاد قانون عمل وکړي مکافات به شي، خو له سړغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وشي او سزاوې به ورکړل شي.
د یادونې ده چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه څه موده مخکې په کابل کې په یوه غونډه کې له افغان شاعرانو غوښتنه کړې وه چې خپل شعرونه د دغې ډلې د مشر له خوا توشیح شوي نوي قانون سره سم ولیکي.