د قرغزستان د وزیرانو شورا د افغانستان د پامیر قرغز توکمو کډوالو د ملاتړ پروګرام تصویب کړ

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د قرغزستان د وزیرانو شورا یو ځانګړی دولتي پروګرام تصویب کړی، چې له مخې به یې د افغانستان د لوی او کوچني پامیر سیمو څخه ور کډه شوي د قرغز توکم خلک تر ۲۰۲۹ کال پورې د دغه هېواد له ملاتړ څخه برخمن شي.

د قرغزستان رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد هېواد د وزیرانو شورا دغه پروګرام د وزیرانو د شورا مشر ادیل بیک قاسم علي یف له لخوا لاسلیک شوی دی.

د یاد پروګرام موخه د قرغز توکمه وګړو او د کډوالو لپاره هر اړخیزه مرسته کول دي.

د راپورونو له مخې په یاد پروګرام کې د کایرلمانان وګړي هم شامل دي او یادو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د څار او ارزونې شاخصونو او عملي کولو لپاره یې ځانګړې بودیجه هم تصویب شوې ده.

د قرغزستان د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، دولتي او سیمه‌ییزې ادارې به هر درې میاشتې د پلان د عملي کېدو راپور د کار، ټولنیز خوندیتوب او کډوالۍ وزارت ته وړاندې کوي او وروسته به بیا دغه هر شپږ میاشتې وروسته د ټولو راپورونو ټولګه د ولسمشر دفتر ته سپاري.

دا پرېکړه د لاسلیک له نېټې لس ورځې وروسته نافذه کېږي.

دا چې څومره د افغانستان د لوی او کوچني پامیر څخه قرغز توکمه وګړي قرغزستان ته کډواله شوي، کره شمېر نه دی معلوم.

نور خبرونه

رادیو