د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال د «کاپ-۳۰» نړۍ وال کنفرانس لپاره د افغانستان د چمتووالي په درېیمه مشورتي غونډه کې چې د ۵شنبې په ورځ (د وږي ۶مه) د «ORD» موسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، وویل،د اقلیمي بدلون زیان یوازې ولسونو ته رسیږي او نړۍوال باید دغه موضوع سیاسي نه کړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال زین العابدین عابد په دې مشورتي غونډه کې وویل، افغانستان په داسې حال کې چې د اقلیم په بدلون کې هېڅ ونډه نه لري خو تر ټولو ډېر زیانمن دی او زیاته کړه، «د اقلیمي بدلون زیان یوازې ولسونو ته رسیږي او نړۍوال باید د دې موضوع د سیاسي کېدو پر ځای د تعامل لار غوره کړي.»
نوموړي همداراز له نړۍوالو وغوښتل چې افغانستان ته د «کاپ-۳۰» په نړۍوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړي او همداراز یې د مؤسسو له استازو وغوښتل هر څوک چې د افغانستان په استازیتوب په نړۍوالو غونډو کې ګډون کوي، باید د افغانانو ستونزې تر نړۍوالو ورسوي.
ویل کېږي په دې مشورتي غونډه کې له طالبانو سربېره د ځینو نړۍوالو موسسو استازو، متخصصینو او د پوهنتون استادانو په حضوري او انلاین بڼه ګډون درلود.