د ۲۰۲۵کال کافا جام سیالۍ به سبا جمعه (د وږي په ۷مه نېټه) د افغانستان او ایران د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیل شي. دغه لوبه به د مازیګر په ۴:۳۰ بجو د تاجکستان د حصار په مرکزي لوبغالي کې پیل شي.
د مرکزي اسیا د اتلولۍ په فوټبال جام سیالیو کې افغانستان په بي ګروپ کې له ایران، تاجکستان او هند سره لوبې لري او دغه لوبې د تاجکستان په کوربهتوب ترسره کېږي؛ خو د اې ګروپ د سیالیو کوربهتوب بیا ازبکستان کوي.
په دغه سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی، چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۸مې نېټې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو وروستي پړاوونه «پایلوبه او نیمه پایلوبه» به په روانې وږي میاشت کې په تاجکستان او ازبکستان کې ترسره شي.
ازبکستان لوبډلې بیا د کافا جام فوټبال سیالیو تېر پړاو اتلولي هم په خپل نوم کړې وه.