د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ، چې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر جان موني یې د افغان ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د نوي روزونکي او استرالیايی نیرملان تنابالزینګم یې د ملي لوبډلې د نوي فزیوتراپېسټ په توګه ګومارلي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ وویل، چې دواړه نوي روزونکي د افغان ملي لوبډلې له تمریناتي کمپ سره یوځای شوي او په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې به هم له لوبډلې سره مل وي.
افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې جان موني د ایرلنډ ملي لوبډلې په ګټه ۹۱ نړیوالې سیالۍ کړې دي او د یو ورځینو نړیوالو سیالیو په درې نړیوالو جامونو او د شل اوریزو سیالیو په دوو نړیوالو جامونو کې د یاد هېواد په ګټه لوبېدلی دی.
همدارنګه افغان کرېکټ بورډ د جان موني په اړه ویلي، چې هغه د بریټانیا کرېکټ بورډ له خوا د روزنې درېیمه، دویمه او لومړۍ درجه کورسونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي دي.
جان موني په ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ کلونو کې هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او په ۲۰۱۹ کال کې د وېسټ انډیز ملي لوبډلې د ډګر ساتنې روزونکی هم پاتې شوی دی.
افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې نیرملان تنابالازینګم هم پیاوړې تحصیلي او مسلکي مخینه لري او نوموړي په ۲۰۱۰ کال کې د استرالیا له سیډني پوهنتون څخه د فیزیوتراپۍ په برخه کې ماسټري کړې او د استرالیا د فزیوتراپۍ ادارې او د استرالیا د فزیوتراپۍ ټولنې فعال غړی هم دی.
افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې نیرملان هم د خپل مسلکي ژوند په اوږد کې له ګڼو ملي او نړیوالو لوبډلو او روزشي ادارو سره د کار کولو غوره تجربه لري.