که څه هم له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ په پراخه کچه روانه ده، خو بیا هم سلګونه افغانان هره ورځ له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې دغه هېواد ته په ناقانونه توګه داخل شي. طالبانو تازه ایران ته د غېرقانوني تګ په تور ۹ کسان نیولي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاد شمېر کسان د نهمې سرحدي لوا د اووم کنډک د منسوبینو د سرحدي ګزمې پرمهال نیولي دي.
د یادې قول اردو په وینا، دغه کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د غوریان ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
طالبانو په داسې حال کې ایران ته د یادو کسانو د ناقانونه تګ مخه نیولې، چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي اوس هم ادعا کوي چې زرګونه غېرقانوني افغان کډوال په دغه هېواد کې اوسېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د وږي په درېیمه وویل، چې په دغه هېواد کې اوسمهال دوه میلیونه ناقانونه افغان کډوال شپې او ورځې تېروي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان ډېری وګړي پر بشري مرستو تکیه کوي او د امنیتي ګواښونو او بې وزلۍ د زیاتېدو له امله شاوخوا یو میلیون خلک کډوال شوي دي.
د یادولو ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه بیا تر ۱۵مې پورې ټولټال ۱۰۶ زره او ۱۰۹ کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي، چې په دې کډوالو کې ۸۳.۷ سلنه یې له ایران او ۱۶.۳ سلنه یې له پاکستان نه ستانه شوي دي.