د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې له ایران، پاکستان او ترکیې نه ۸۰زره او ۸۰۰افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه وزارت وایي، ۴۸۸۰۰ کسان له پاکستان نه، ۳۱زره او ۸۰۰ له ایران او پاتې نور له ترکیې نه ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په وینا؛ دغه کډوال په جبري توګه او ځینې نور یې په خپله خوښه ستانه شوي دي. پر کابل واکمن له افغانانو غواړي چې له ناقانونه کډوالۍ ډډه وکړي؛ خو بل لوري افغانان نیوکې کوي، چې طالبانو کاري فرصتونه لهمنځه وړي او که وي هم؛ نو یوازې یې د خپلې ډلې غړو په واک کې ورکړي.