د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي له خپل پاکستانی سیال عاصم منیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له دغه هېواد سره په ترهګرۍ ضد جکړه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.
دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی.
د ایران د تسنیم اژانس د رپوټ پر بنسټ، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د پاکستان له لوی درستیز سره په خبرو کې د پولې په دواړو غاړو کې د ترهګرو ډلو د زیاتیدونکي فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې هیواد یې چمتو دی د ترهګرۍ د له منځه وړو او په سرحدونو کې د دوامداره امنیت د ډاډمنتیا لپاره د پاکستان له پوځ سره کار وکړي.
عبدالرحیم موسوي د تهران او اسلام اباد اړیکې د ورورولۍ وبللې او ویې ویل:«د دوه اړخیزو تعاملاتو پراخولو او د امنیتي همغږۍ په زیاتولو سره، موږ کولی شو ګډ ګواښونه کم کړو او د سیمه ییز ثبات لپاره د دواړو هیوادونو له ظرفیتونو ګټه پورته کړو.»
د پاکستان لوی درستیز ویلي، چې اسلام اباد د پولې امنیت په اړه له ایران سره ورته نظرونه شریکوي.
هغه ټینګار کړی: «موږ باید ګډه پوله د دوستۍ، ورورګلوۍ او اقتصادي پراختیا په پوله بدله کړو. موږ به دا هدف د دوه اړخیزې همکارۍ له لارې تعقیب کړو».
ایران او پاکستان په دې وروستیو کې په خپلو پولو کې د جنګیالیو ډلو د فعالیتونو د ډېرېدو شاهد دي.
دواړو هېوادونو له دې وړاندې د یوه او بل په خاوره کې وسله والې ډلې په نښه کړې دي، خو په دې وروستیو کې یې اړیکې بېرته رغېدلې دي.