تورخم کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تازه مېوو او سبزیو بار شاوخوا ۴۰۰موټرونه بند پاتې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

یوشمېر افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په تورخم کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تازه مېوو او سبزیو بار شاوخوا ۴۰۰موټرونه بند پاتې دي. افغان سوداګر زیاتوي:« پاکستاني چارواکي په شعوري ډول موټرونه په ځنډ سکېن کوي، چې له امله یې مېوې او سبزي خوسا کېږي.»

دغه سوداګر وایي، د دغه مېوو او سبزیو ډېره برخه اوس خوسا شوې ده چې له امله یې دوی ته لوی زیان اوښتی دی.

یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو برخې ته ویلي:« پاکستاني چارواکو په تورخم کې زموږ په تازه مېوو او سبریو بار شاوخوا ۴۰۰ موټرونه درولي، چې د دې ځنډ له امله راته لوی زیان اوښتی دی.»

دغه سوداګر وايي، پاکستان دا کار په شعوري ډول کوي او د دوی موټر په ځنډ سکېن کوي. د هغه په وینا؛ تر دې وړاندې پاکستان ته ورتلونکی یو موټر له پنځو تر دوولسو دقیقو پورې سکېن کېده او پاکستان ته به اوښته؛ خو اوس د یوه موټر سکېن کول یو ساعت وخت نيسي.

سوداګر زیاتوي، چې په تورخم کې تر دې اوږده ځنډ وروسته دوی اړ دي چې په پاکستان کې خپلې مېوې او سبزي په تاوان وپلوري.

دغه سوداګر د طالبانو حکومت ته هم ګوته نيسي او زیاتوي، چې په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې نه‌دي کړې او دغه ستونزه یې نه‌ده حل کړې.

افغان سوداګر وايي، پاکستاني چارواکي د افغانستان د مېوو او سبزیو رسېدو پر مهال په بېلابېلو پلمو خپلې لارې بندوي او د افغانستان د صادراتو مخه نیسي.

په دې ۴۰۰ موټرو کې انګور، رومیان او پیاز بار دي، چې اوس یې ډېره برخه خوسا شوې ده.

نور خبرونه

رادیو