د کابل په کچه د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د المپيک، بدني روزنې او د ورزش عمومي رياست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسيون له لوري د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، له کابل ولايت څخه پکې ۱۲۰ لامبو وهونکو ګډون کړی و، چې په پايله کې د ياد ولايت په کچه ۲۵ لامبو وهونکي د دغه ولايت د لامبو وهنې لوبډلې لپاره وټاکل شول‌.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د لامبو وهنې ملي لوبډلې ته د لار موندنې او له هېواد څخه بهر د سياليو په موخه ټاکنيزې سيالۍ وشي او په پايله کې به د هېواد په کچه د لامبو وهنې ملي لوبډلې لپاره سيالۍ ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل اړوند په امو لامبو وهنې حوض کې ترسره شوې، يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره لامبو وهونکو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

نور خبرونه

رادیو