د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د لوګر مرکز اړوند د پاچا صاحب کارېز «۱۴۰۶ جریبه» ځمکه یې تر څېړنو وروسته دولتي ثابته کړې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد وزارت د وروستۍ پرېکړې په موخه دغه دوسیه خپل مرکزي کمېسیون ته استولې.
همدا راز ویل شوي، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د لوګر ولایت اړوند د غصب شویو ځمکو دوسیې څېړل شوې او د لازمو اقداماتو په تړاو هم پرېکړې شوې دي. طالبانو تر دې مخکې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ان د یو شمېر ودانو شویو ښارګوټو ځمکې هم دولتي اعلان کړې دي.
په ځینو ولایتونو کې خلک شکایت کوي، چې د طالبانو سیمهییز قوماندان د خپلو کلیوالي رقابتونو له مخې هم د خلکو شرعي او قباله لرونکې ځمکې دولتي حسابوي. د ځمکو د غصب مساله د تېر جمهوري نظام راهیسې په افغانستان کې یو له جدي ننګوونو څخه ده او ان ویل کېږي کرنیزې ځمکې هم په جعلي اسنادو په استوګنیزو ځمکو بدلې شوې دي.
همدا راز یو شمېر دولتي دښتې او ځمکې هم په بېلابېلو وختونو کې د زورواکو له لوري غصب شوې او بیا پرې ښارګوټي اباد شوي دي. هممهاله نیوکې دا دي، چې د طالبانو لوړ پوړي غړي هم د ځمکو په غصب کې ښکېل دي او په بېلابېلو ولایتونو کې دغه لړۍ روانه ده؛ خو پر کابل واکمنه ډله بیا د خپلو غړو پر وړاندې اقدامات نهکوي.
همدا راز د طالبانو په واکمنۍ کې د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د ځمکو پر سر شخړې تر بل هر وخته ډېرې شوې دي او وخت ناوخت له همدې کبله قبیلوي او قومي نښتې هم رامنځته شوې دي.