یو شمېر چینایي څېړونکي د چین، پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ ناسته «یو مثبت پرمختګ» بللی او ویلي یې دي، چې دغه خبرې اترې په ډېپلوماسي، سیاسي پرمختګونو او د امنیتي همکاریو په برخه کې نوې لارې پرانېزي.
د چارهر انسټیټیوت لوړ پوړی څېړونکی پروفیسور چنګ شینهونګ وایي، په کابل کې د وروستۍ درې اړخیزې غونډې پر مهال وړاندې شوې تګلاره د «ټکر پر ځای پرمختګ او امنیتي همکاریو» پراخېدو تر څنګ د بیا رغونې په برخه کې هم غوره نقشه ده. هغه زیاتوي، چې دغه هڅه د نړۍوالو چارو لپاره هم یوه نوې اراده او بڼه وړاندې کولای شي.
د معلوماتو له مخې؛ طالبانو، چین او پاکستان په دې ناسته کې د ډېپلوماټیکو اړیکو د لوړېدو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی. کارپوهان وايي، دا ګام کولای شي د سوېلي اسیا تاوتریخوالی راکم کړي او د پولو د شخړو د حل لپاره یو بنسټیز چوکاټ برابر کړي.
بیجېنګ د یادې ناستې پر مهال څرګنده کړې، چې د سیمې په چارو کې د «بهرنۍ لاسوهنې» مخالفت کوي او ټینګار یې وکړ چې هېڅ هېواد باید اجازه ور نه کړي چې د ګاونډیانو خاورې د بل هېواد د حاکمیت د کمزوري کولو لپاره وکارول شي.
پروفیسور چنګ زیاته کړې، چین ژمنه کړې چې په څو اړخیزو ناستو کې به د طالبانو ملاتړ کوي او د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو لپاره به هم هڅې وکړي.
درې واړه لوریو پر دې هوکړه کړې، چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به د افغانستان شمال ته وغځول شي او په انرژۍ، ټرانزیټ او کرنیزو برخو به تمرکز وشي. د دغه طرحې له مخې به د ګوادر بندر د یوه اصلي هب په توګه کار کوي او یو داسې دهلېز به منځ ته راشي چې چین، پاکستان، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه سره ونښلوي. شنونکي وايي، دا کار د افغانستان سوداګریز لګښتونه تر ۳۰ سلنې پورې راکمولای شي.
امنیت د خبرو اترو یوه اصلي موضوع وه. درې واړه هېوادونه د ترهګرۍ پر ضد په نږدې همغږۍ سلا شول. چین دغه ناسته کې روښانه کړې، چې طالبانو ته به پوځي اسانتیاوې برابروي او امنیتي او پوځي روزنې به هم ورکړي. د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه، د اقلیمي بدلون اړوند همکارۍ او د اړیکو پراختیا د دغو وروستیو ناستو د بحث نور ټکي وو.