د ایران کورنیو چارو وزیر: شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه کډوال لا هم په ایران کې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د ایران کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په دغه هېواد کې د دوه میلیونه ناقانونه کډوالو د شته والي خبر ور کړی. مومني وايي، په روان کال کې یو میلیون او ۲۰۰ زره کسان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي، چې د هغه په وینا، ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه وتلي دي.

مومني د ایران له تسنیم خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د روان کال له پیل راهیسې نږدې یو میلیون او ۲۰۰ زره کسان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي، چې د هغه په وینا، ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه وتلي او پاتې نور د ایران د چارواکو په همغږۍ ستانه شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ایران د میشتونې ظرفیت محدود دی او باید د ناقانونه کډوالو د ستنولو لړۍ دوام ولري.

که څه هم د ایران چارواکي د افغان کډوالو بېرته ستنول د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ګڼي، خو په وروستیو میاشتو کې د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو کورنۍ وايي، چې د ایران حکومت د خپلې خوښې ستنېدنې تر نامه لاندې، په پراخه کچه افغان کډوال په جبري ډول ایستلي دي.

د راپورونو له مخې، یوازې په تېرو میاشتو کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان د ایران له خاورې شړل شوي او افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

ستنېدونکي افغانان زیاتوي چې ډېری یې له قانوني پروسې او د ژوند د اساسي اړتیاوو له برابرولو پرته ایستل شوي، چې له امله یې په افغانستان کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه شوې ده.

ایران د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په وار وار اعلان کړی چې د ناقانونه مېشتو افغانانو ستنول به چټک کړي.

دایران د کورنیو چارو وزیر په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر له طالبانو سره په همکارۍ پلی کوي.

نور خبرونه

رادیو