دغه سیالۍ چې په فرانسه کې د بېلابیلو ورزشي رشتو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، زکي وطن دوست او مرتضی احمدي پهکې د افغانستان په استازولۍ او د ښځو د ملاتړ په موخه ګډون کړی دی.
وطن دوست د لامبو او مرتضي د چټکې ځغاستې په برخه کې سیالۍ کړې دي.
زکي وطن دوست او مرتضي احمدي د ګڼو مینهوالو په منځ کې یو نیم کیلو مټره لامبو او د لس کیلو مټره ځغاستې سیالۍ په شور او ځوږ ترسره کړې.
زکي وطن دوست تر دې وړاندې هم د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه په بېلابېلو سیاليو کې ګډون کړی دی.