طالبان: د بېلاروس په زندانونو کې شاوخوا ۶۰ افغانان بندیان دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

په مسکو کې د طالبانو د سفارت مستشار عبدالله یاسر وايي، د بېلاروس په زندانونو کې شاوخوا ۶۰ افغانان بندیان دي. نوموړي تازه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، چې د دغه افغانانو د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي او تمه ده چې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.

له بل بلوه په روسیه کې د طالبانو سفارت ویلي و، چې د بېلاروس په زندانونو کې یې د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه یو پلاوی یاد هېواد ته استولی دی.

په روسیه کې د طالبانو سفارت د دغه سفارت مستشار عبدالله یاسر په مشرۍ یو پلاوی له هغو زندانونو څخه د لیدنې په موخه د بېلاروس جمهوریت ته استولی، چې په‌کې افغانان بندیان دي.

په دې وروستیو کې بېلاروس اروپايي هېوادونو ته د تلونکو افغانانو د نیونې بهیر پراخ کړی او د ځينو اروپايي هېوادونو په څېر بېلاروس هم پرېکړه کړې، چې بندي افغانان بېرته خپل هېواد ته واستوي.

افغانستان- مسکو، مسکو- بېلاروس، بېلاروس- پولنډ او ورپسې نورو اروپایي هېوادونو ته د تګ لپاره د افغانانو قاچاقي لارې ګڼل کېږي. ګڼ کډوال پر دغې لار د سفر پرمهال مړه شوي او یا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د سختو تګلارو، اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله ډېری ځوانان لا هم پر دغې ګواښونکې لار د یو ښه ژوند جوړولو په هيله سفر ته زړه ښه کوي.

نور خبرونه

رادیو