ایراني چارواکی: ایران هڅه کوي چې افغان زده کوونکو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، چې په افغانستان کې غېرحضوري زده‌کړه زده‌کوونکو ته یوه ارزښتناکه او انسان‌دوستانه اقدام دی، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره غېرحضوري زده‌کړه کولی شي د بهرنیو اتباعو د معکوس مهاجرت زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا، ایران چې د انلاین زده‌کړو پراخه تجربه لري او د افغان کډوالو د منلو سابقه هم لري، کولای شي د دې ناورین د کمولو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
مومني همداراز وایي، چې دوی اوسمهال د افغانستان زده‌کوونکو ته د انلاین زده‌کړې د برابرولو لارې چارې څېړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د پوهنې وزیر علي‌رضا کاظمي هم چمتووالی ښودلی و، چې هېواد یې د درې اړخیزې هوکړې له مخې افغان زده‌کوونکو ته روزنه ورکولی شي او د مجازي ښوونځیو د اساسنامې پر بنسټ به هغوی ته د اعتبار وړ اسناد هم ورکړي.
ایراني چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د کډوالو پروړاندې د ایران د نویو سیاستونو له امله سلګونه زره افغان کډوال ماشومان د زده‌کړې له محرومېدو سره مخامخ دي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په مناسبت د ملګرو ملتونو کلتوري او تعليمي سازمان يونسکو راپور ورکړ، چې اوسمهال ۲،۲ ميليون افغان نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د یادولو ده، چې افغانستان د نړۍ يوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو منځنۍ او لوړې زده کړې پکې منع دي.
په دې وروستیو کې بیا له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري شړلو د افغان نجونو پر زده‌کړو نورې هم منفي اغېزې کړې دي او دا مهال میلیونونه نجونې له زده‌کړې بې‌برخې دي.
طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.
افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاونه ګالي او ځینې مجبوره شوې چې خپل هېواد پرېږدي.

نور خبرونه

رادیو