لانګ وار ژورنال: پاکستان هڅه کوي چې د «ټي‌ټي‌پي» د بریدونو پړه پر هند واچوي

۴ ورځې مخکې

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې د ۱۱ پاکستاني پوځیانو تر وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد پوځ ویلي چې دا برید د هند د استخباراتو په ملاتړ «ټي‌ټي‌پي» کړی دی. خو «لانګ وار ژورنال» ویلي، چې اسلام‌اباد د هند په تورنولو سره غواړي ځان له مسوولیت څخه خلاص کړي.

پاکستاني طالبانو تېره شپه د خېبرپښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۱ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د خپلو ۱۱ پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ۱۹ وسله‌وال یې هم وژلي دي.

خو پوځ ویلي، یاد برید د «هندي استخباراتو ملاتړې ډلې فتنه الخوارج» له لوري شوی.

د پاکستان پوځ په خپلو خبرپاڼو کې پاکستاني طالبانو ته د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي.

د «لانګ وار ژورنال» د راپور له مخې، اورکزي ولسوالۍ د «جماعت‌الاحرار» مرکز بلل کېږي. دا ډله د پاکستاني طالبانو یوه خطرناکه څانګه ده، چې له القاعده او افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

دغه ډله د عمر خالد خراساني تر مشرۍ لاندې فعاله وه او نوموړی د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی.

د «لانګ وار ژورنال» د راپور له مخې، عمر خالد خراساني د القاعده پخواني مشر اېمن‌الظواهري ته پناه ورکړې وه او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پر بریدونو یې په ښکاره خوښي څرګنده کړې وه.

د راپورونو له مخې، «ټي‌ټي‌پي» د ۲۰۲۲ کال د نومبر له میاشتې راهیسې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د شوې اوربند د لغوه کېدو وروسته، یو ځل بیا په ټوله پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان د ۲۰۲۴ کال راهیسې تحریک طالبان پاکستان لپاره د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي او دا ډله د هند د استخباراتو پروژه بولي، خو لانګ ژورنال په خپل راپور کې ویلي چې د شواهدو له مخې، پاکستان خپله د یادې ډلې د بنسټ اېښودنې او ملاتړ اصلي عامل دی.

دغه رسنۍ ویلي: «پاکستان د ۱۹۹۴ کال راهیسې د افغان طالبانو ملاتړ کړی او هغوی یې د خپل ستراتیژیک نفوذ د ژورولو لپاره د یوې جغرافیايي او پوځي وسیلې په توګه کارولي، څو د خپل اصلي سیال «هند» پر وړاندې د فشار توازن وساتي.»

«لانګ وار ژورنال» ویلي، سره له دې چې طالبانو القاعده ته پناه ورکړې وه، خو پاکستان یې ملاتړ کاوه. راپور کې لیکل شوي: «پاکستان ځان د امریکا متحد باله، خو په پټه یې افغان طالبانو ته د پناه او وسلو ملاتړ برابر کړی و.»

په راپور کې ویل شوي، چې د «ټي‌ټي‌پي» ډله د افغان طالبانو، القاعده او د پاکستان د ملاتړ لرونکو نورو ډلو لکه لښکر طیبه او حرکت المجاهدین په مرسته رامنځته شوې ده.

«لانګ وار ژورنال» ویلي، چې د «ټي‌ټي‌پي» او د پاکستان د پوځ ترمنځ جګړو کې نږدې ۱۰۰ زره پاکستانیان وژل شوي او د خېبرپښتونخوا ډېری سیمې یې ویجاړې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې که څه هم د پاکستان پوځ له لسو کلونو جګړې وروسته د «ټي‌ټي‌پي» ظاهري کنټرول پای ته ورساوه، خو دغه ډله بېرته په افغانستان کې راټوله شوه.

د ملګرو ملتونو د څار او بندیزونو ډلې په خپل د ۲۰۲۴ کال راپور کې ویلي، چې «ټي‌ټي‌پي» په افغانستان کې په پراخه کچه فعاله ده او له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.

نور خبرونه

رادیو