د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د دغې ډلې له درېیو نورو چارواکو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه ویلي، چې د راستنېدونکو او په بهر کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د دغې ډلې د معلوماتو او احصایې ادارې او د ټرانسپورت او هوايي چلند او همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو له مرستیالانو سره په کتنه کې زیاته کړه، چې د اسلامي نظام مسوولیتونو ته په کتو د نظام ساتنه او د ولس د ستونزو حل د دوی لومړیتوب دی.
هغه همداراز د راستنو شویو او په بهر کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: «دوی په لویه کچه د کډوالو ستونزو حل ته تابیا نیولې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سربېره ځينو اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو اېستنې ته ملا تړلې او یوازې د روان کال په لړ کې څه باندې ۱ میلیون افغانان بېرته هېواد ته په زوره ستنول شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
دغه ستانه شوي افغانان په کور دننه د سرپناه د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځينې یې چې په تېر نظام کې دولتي او په ځانګړې توګه نظامي دندې درلودې او د ناچارۍ له امله لږ تر لږه ګاونډیو هېوادونو ته تللي و او هغوی هم په زوره بېرته اېستلي، نو دوی د خپل د سر د ګواښ اندېښنه هم لري.