یونېسف او یونسکو: د افغانستان د زده‌کړو نظام له ژور بشري او تعلیمي ناورین سره مخ دی

۴ ورځې مخکې

یونېسف او یونسکو په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د زده‌کړې نظام له جدي ناورین سره مخ دی. دغه بنسټونه وايي، په افغانستان کې نه یوازې نجونې، بلکې هلکان هم له تعلیمي محرومیت او د زده‌کړې له ټیټ کیفیت سره مخامخ دي.

د دې دوو بنسټونو «د افغانستان د زده‌کړو وضعیت راپور – ۲۰۲۵» له مخې، تر اوسه له ۲.۱۳ میلیونو څخه زیات د لومړني ښوونځي عمر لرونکي ماشومان له زده‌کړې بې‌برخې دي او هغه ماشومان هم چې ښوونځیو ته ځي، ډېری یې له ټیټې کچې زده‌کړې سره مخ دي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۲کال د ارزونې له مخې، له ۹۰سلنې زیات لس کلن ماشومان نشي کولای یو ساده متن ولولي، چې دا د «ښوونځیو پرته زده‌کړې» د ژور ناورین څرګندونه کوي.

د ښوونکو کمښت په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو نشتوالی، د درسي موادو محدودیت، د نصاب د بدلون ناڅرګندتیا، د نظارت ضعف او د ښوونځیو خراب بنسټیز حالت د زده‌کړې کیفیت نوره هم ټیټه کړې ده. نږدې نیمایي ښوونځي له پاکو اوبو، تشنابونو او تودوخې وسایلو بې‌برخې دي او له زرو زیات ښوونځي د جګړو او طبیعي پېښو له امله تړل شوي دي.

یونېسف او یونسکو ویلي، چې د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې کړې دي، خو د هلکانو د منځنیو زده‌کړو ګډون هم په ټپه ولاړ دی او د لوړو زده‌کړو برخه کې یې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ ترمنځ د ګډون کچه ۴۰سلنه راټیټه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، که څه هم زده‌کړه د هیلو مترادفه ده، د ثبات، وقار او فرصت هیله، خو په ننني افغانستان کې دا هیله د ډېرو ماشومانو لپاره په ورکېدو ده.

یونېسف او یونسکو ټینګار کړی، چې د افغانستان د زده‌کړو د نازک حالت د ژغورلو لپاره باید د لومړنیو زده‌کړو، لوست، لیک او شمېر د بنسټیزو مهارتونو په برخه کې دوامداره پانګونه وشي، ځکه پرته له دې به ماشومان د لوړو زده‌کړو، حرفوي روزنې او کارموندنې لپاره اړین مهارتونه له لاسه ورکړي.

راپور څرګندوي، چې په ۲۰۲۱کال کې د افغانستان د لوست او لیک ملي کچه یوازې ۳۷سلنه وه (د نارینه وو لپاره ۵۲سلنه او د ښځو لپاره ۲۷سلنه) چې دا د نړۍ له ټیټو کچو څخه ده.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال لپاره اټکل کېږي، چې شاوخوا ۸.۹میلیونه ماشومان چې له دې ډلې ۸۸۸زره معلولیت لرونکي ماشومان به د بېړني تعلیمي ملاتړ اړتیا ولري. همدارنګه، د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ستنېدو له امله له ۲۰۲۳کال راهیسې ۲.۷میلیونه کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې ۶۰سلنه یې ماشومان او ځوانان دي.

سره له دې بحرانونو، راپور لا هم د بیا رغونې فرصتونه موجود بولي، د ښوونکو ملاتړ، د ټولنیزو زده‌کړو مرکزونو پراختیا، د ښوونځیو چاپېریال ښه‌والی او د نجونو لپاره د بدیلو لارو لکه انلاین، واټني او ټولنیز ملاتړ پر بنسټ زده‌کړې د دوام تضمین.

یونېسف او یونسکو له طالبانو غوښتي، چې سمدستي د نجونو او ښځو د منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز لرې کړي. د یونېسف د ارزونې له مخې، که دا بندیز دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰کال پورې به نږدې څلور میلیونه نجونې له ثانوي زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

یونسکو خبرداری ورکړی، چې د ښځو د لوړو زده‌کړو د بندېدو له امله به افغانستان تر ۲۰۶۶کال پورې شاوخوا ۹.۶میلیارده ډالر اقتصادي زیان وویني چې دا د هېواد د اوسني ناخالص تولید نږدې دوه پر درېیمه برخه جوړوي.

دواړو بنسټونو ټینګار کړی، چې یوازې اوږدمهاله او منظمه پانګونه کولای شي د افغان ماشومانو د زده‌کړې هیله بېرته ژوندۍ کړي او د سولې، پرمختګ او هوساینې بنسټ کېږدي.

نور خبرونه

رادیو