طالبان: په تېره یوه میاشت کې مو د قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور ۷۷ کسان نیولي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

طالبان ادعا کوي چې په تېره یوه میاشت کې یې د قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور ۷۷ کسان نیولي دي. د یادې ډلې د سرحدي پولیسو ریاست په وینا، دا کسان یې د تورخم ځمکني بندر، هرات او کندهار هوایي ډګرونو کې نیولي دي.

د یاد ریاست ویاند عابدالله فاروقي همداراز ویلي چې په یاده موده کې افغانستان ته د پاکستان له لوري د ګڼو نشه‌یي توکو «ټابېلټونو» مخه هم نیول شوې ده.

فاروقي زیاته کړې چې د افغانستان د دقیمتي ډبرو او تاریخي اثارو قاچاق په جدي توګه منع دی او هغوی چې د دغه توکو قاچاق کوي، پر وړاندې به یې جدي چلند کیږي.

طالبان په داسې حال کې د قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبره کوي چې د ځینو راپورونو پربنسټ په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په خپل سر د کانونو کیندنې کېږي.

که څه طالبانو ویلي چې د کانونو د کېندنې چارې د منظم پلان له مخې کېږي، خو تر ډېره دوی ته له دې کبله د ملامتۍ ګوته نیول کېږي چې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم یې په نامعیاري توګه د کان‌کېندنې چارې چټکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو