د ملګرو ملتونو استازې: په ولایتونو کې د افغان راستنېدونکو لپاره مرستې ډېرېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

طالبانو ویلي، چې د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اتونبایېوا د دې ډلې د اقتصاد له وزیر سره په لېدنه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او وايي، چې د بشري اړتیاوو پر پوره کولو سربېره، د راستنېدونکو لپاره د دایمي استوګنې په سیمو کې د مرستو کچه ډېریږي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ، د وږي پر دویمه وویل، چې د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اتونبایېوا او اړوند پلاوي د دې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف سره په لېدنه کې د ملګرو ملتونو له خوا د بشري مرستو پر دوام او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیده ګي په اړه خبرې کړې دي.

طالبان وايي، چې د ملګرو ملتونو استازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام او د بشري اړتیاوو پوره کولو ډاډ ورکړی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې«روزا اتونبایېوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د بشري اړتیاوو د پوره کولو سربیره تمه کېږي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د دایمي استوګنې په سیمو کې د مرستې اندازه هم زیاته شي.»

په ورته وخت کې د طالبانو د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده او وايي، نړیوالې او مرستندویه ادارې دې د کارموندنې فرصتونو پر رامنځته کولو او د کورني اقتصاد ملاتړ لپاره پر پراختیايي مرستو تمرکز وکړي.

نوموړي ویلي، چې له غذايي ناامنۍ سره مبارزه یې له لومړیتوبونو څخه ده او د فقر او بیکارۍ کچې راټیټولو لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي.

نور خبرونه

رادیو