د افغانستان- پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د کرېکېټ درېاړخیزه سیالیو پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. ټاکل شوې چې دا سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۹مه په شارجه کې پیل شي او د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۷مې نېټې دوام وکړي.
د افغانستان د کرېکېټ ملي ټیم لا له وړاندې اماراتو تللی او تمرینات پیل کړي دي.
دې سیالیو ته د کرېکېټ ګڼ مینهوال ځکه په تمه دي چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرېکټ په ډګر کې سيالي او رقابت ډېر شوی او د دواړو هېوادونو ګڼ مينهوال په اماراتو کې هم اوسېږي.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د ۲۰ اوريزه لوبو د درطاړخيزه لړۍ کوربهتوب امارت کوي او ټاکل شوې چې د دغه لړۍ له پای ته رسېدو سره سم د اسیا جام سیالۍ هم پیل شي.
د افغانستان کرکېټ بورډ ادارې وړاندې ویلي و چې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د افغان ټیم لوبې د اسیا جام د چمتووالي لپاره ډېرې مهمې دي.
افغانستان په ۲۰۲۳ کال په شارجه کې له پاکستان څخه د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ګټلې وه.