د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، په دغه ولایت کې د زمردو، بېروج ډبرو او سرپو شاوخوا ۱۷۰ نوې سیمې تثبیت شوې دي.
طالب چارواکي وايي، دغه کانونونه د یاد ولایت په مرکز بازارک ښار، عنابه، رخه، ابشار، پریان او پشغور ولسوالیو کې دي.
د طالبانو د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن یکشنبه «وږي ۲مه» ددغه ولایت د کانونو او پټرولیم د ریاست په حواله لیکلي، چې په یادو ولسوالیو کې ۱۶۰ د زمردو، ۱۰ د بېروجو ډبرو او د سرپو نوې سیمې تثبیت شوې دي.
د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم وايي چې دا کانونه ددې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرۍ او تخنیکي ټیمونو له خوا پیژندل شوې دي.
د پنجشیر زمرد چې د کیفیت له پلوه په سیمه کې ځانګړی شهرت لري، په وروستیو کلونو کې د افغانستان له مهمو طبیعي شتمنیو ګڼل کېږي، خو څارونکي د طالبانو کیندنې او د داوطلبۍ پروسې غیر مسلکي او غیر شفافې ګڼي.
تازه احصایې ښيي چې د هیواد په کچه په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ کانونه دي، چې له دې څخه یوازې په ۲۵۰ کانونو کې قانوني فعالیت پیل شوی او ۶۰۰ جوازونه ورکړل شوي دي.