ډېموکراټ سناتورې امي کلوبوچار د یوې داسې دوهګوندیزې لایحې د تصویب غوښتنه کړې، چې پر بنسټ یې له هغو افغانانو ملاتړ وشي چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه.
هغې له کانګرسه وغوښتل، څو د دې لایحې په تصویب سره دې هغو کډوالو ته د دايمي استوګنې زمینه برابره کړي، چې یو شمېر یې د امریکايي ځواکونو ژباړونکي پاتې شوي دي.
مېرمن کلوبوچار په کانګرس کې د هغو ۹ جمهوريپالو او ډېموکراټو استازو له ډلې ده، چې د «له افغان متحدینو سره د ژمنې د پوره کولو» لایحې ملاتړ کوي.
دغه لایحه د اګسټ په لومړیو کې هغه وخت وړاندې شوه، کله چې د امریکا د پوځ یو شمېر پخواني افغان همکاران له امریکا څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ شول. د امریکا د کډوالو ادارې مامورانو د هغو افغان پناه غوښتونکو نیول پیل کړي، چې د امریکا حکومت له تخلیې وروسته دې هېواد ته انتقال کړي وو، خو د هغوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه لا نه دي منل شوي.
امي کلوبوچار د یکشنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي: «موږ باید له هغو افغانانو ملاتړ وکړو، چې په جګړه کې زموږ تر څنګ ودرېدل. پخواني سرتېري زمونږ د افغان متحدینو تر څنګ ولاړ دي. اوس د کانګرس وار دی چې اقدام وکړي او دوهګوندیزه لایحه تصویب کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې دا دویمه دوهګوندیزه لایحه ده چې د کانګرس غړو په تېره یوه میاشت کې د دغه هېواد مجلس ته وړاندې کړې ده. څلورو جمهوريپالو او ډېموکراټو استازو هم د زمري په ۲۸مه یوه نوې لایحه د «د دوامدار هرکلي قانون» په نوم کانګرس ته ور وپېژندله، څو د پخوانیو افغان همکارانو د انتقال پروګرام بېرته فعال او د قانون په چوکاټ کې الزامي شي.
دغه لایحه په ځانګړي ډول هغو افغانانو ته د دايمي استوګنې (ګرین کارټ) د ترلاسه کولو قانوني لاره برابروي، چې د امریکا د حضور پر مهال یې په افغانستان کې مرسته کړې او په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي.
یو شمېر دغه افغان پناه غوښتونکي په امریکا کې د بشردوستانه ویزې له مخې اوسېږي، خو د امریکا حکومت له هغوی څخه غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. د ټرمپ حکومت ویلي، چې د افغانستان وضعیت د دغو افغان پناه غوښتونکو لپاره ګواښ نه دی.
د ټرمپ حکومت او جمهوريپال ګوند چې په کانګرس کې اکثریت لري، د امنیتي دلایلو له مخې د افغان پناه غوښتونکو له چټک منلو ملاتړ نه کوي. همدارنګه، د کډوالو د نه منلو روحيه په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو له کډوالو سره د ټرمپ په اداره او جمهوريپال ګوند کې خورا پیاوړې ده.
د یادولو ده، چې اوسمهال کانګرس د اوړي په رخصتۍ کې دی او د سپټمبر په ۲مه (د وږي ۱۱مه) به خپل کار پيل کړي.