حکمتیار: تر جګړې وروسته د مخالفانو اعدام او په دار ځړول جواز نه‌لري

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې که یو کس له جګړې لاس واخلي، سنګر پرېږدي او تېښته وکړي د هغه تعقیب، اعدام او په دار ځړول د شرعیت له‌مخې جواز نه‌لري.

نوموړي یک‌شنبه (وږي ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي چې که هر حاکم له دغو حدودو اوړي «مسول او مجرم» ګڼل کېږي.

حکمتیار ټینګار کړی چې له «باغیانو» سره جګړه تر هغه مشروع ده چې د جګړې په ډګر کې وي، خو د تېرو جرمونو له امله وژل شوي کس ته سزا ورکول او د مړي سپکاوی د منلو نه دی.

حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د راپورونو پر بنسټ طالبانو په هرات کې درې ورځې وړاندې یو کس له یوې مخالفې وسله‌والې ډلې سره د غړیتوب په جرم وواژه او بیا یې جسد په ښار کې د ټانګ یوه میل پوری وتاړه.

که څه هم طالبانو د وروستۍ پېښې په اړه جزییات نه دي ورکړي خو پر دوی تور دی چې خپل مخالفان یې ربړولي دي.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم په خپل درې میاشتنې راپور کې ویلي و چې طالبانو د بښنې له فرمان سره سره د پخواني نظام لسګونه پوځیان وژلي او یې لادرکه کړي دي، خو طالبانو بیا ترې انکار کړی او ویلي دي چې دوی د خپل د مشر د بښنې فرمان ته ژمن دي.

نور خبرونه

رادیو