که څه هم له پخوا راهیسې په افغانستان کې د ودونو په مراسمو کې لوړ لګښتونه کېږي، خو دلته د مخ زیاتېدونکې لوږې او بېوزلۍ له کبله پر دې چارې سختې نیوکې شوې دي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو دا ډول دودونه غندلي دي.
په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې یوه داسې ویډیو لاس په لاس کیږي چې ډېر لښګتونه پهکې شوي او له اندازې ډېر خوراکي توکي پهکې برابر شوي دي. د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکو د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پام د خوښۍ په دا ډول مراسمو کې د ډېرو لګښتونو له کبله سختې نیوکې کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکي عدالت حسن علي هم دغه ویډیو له خپلې اېکسپاڼې خپره کړې او وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دا ډول لګښوته له انصاف څخه لرې چاره ده.
ورته مهال، د ټولنیزو رسنیو نورو کاروونکو هم د تایید په بڼه ویلي چې د داسې ډېری ودونو شاهدان پاتې شوي چې بیخي ډېر خواړه پهکې ضایعه شوي او له اندازې زیات لګښتونه پهکې شوي دي.
وړاندې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي و چې په ودونو کې لوړ لګښتونه او له شریعت سره ناساز دودونه د اسلام خلاف دي او د ټولنې پر ارزښتونو، اقتصاد او د ځوانانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي. د دوی په وینا، اسلام د ساده ژوند سپارښتنه کوي او د ودونو تجملپسندانه مراسم د دین له اصولو سره په ټکر کې دي او دوی به یې مخه ونیسي.
خو له دې ټولو سره سره لیدل کېږي چې لا هم په افغانستان کې داسې ودونه کېږي چې خورا ډېر لښګتونه پرې راځي او خلک نیوکه کوي چې په ټولنه کې د دغه ناسم دود په اړه له جدي اقداماتو پرته یې مخنیوی ستونزمنه چاره ده.