د طالبانو اقتصادي کمیسیون د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید کړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوې او د نهايي پرېکړې لپاره ددې ډلې مشر ته استول کیږي.

یاد معاونیت وايي، د دې پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو سپړل، اکتشاف او کارول دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت نن یکشنبه د «وږي ۲مه» په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د دې يالیسۍ موخه د کورنیو او بهرنیو پانګه والو جذب او د کان کیندنې نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو واردول، د چاپېریال ساتنې او د کان کیندونکو د روغتیا او خوندیتوب ډاډمنول؛ په هیواد کې دننه د کاني موادو پروسس ته زمینه برابرول او د کانونو سکتور لپاره د متخصصو او تخنیکي بشري سرچینو روزل او د ظرفیت لوړول دي.

نور خبرونه

رادیو