اېکسپرېس ټربیون: پاکستان او ایران د افغانستان په سیاست کې پراخ نفوذ لري

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون وايي، په داسې حال کې چې پاکستان او ایران په خپل کور دننه او بهر کې ګڼې ستونزې او ننګونې لري، خو بیا هم دغه دواړه هېوادونه د افغانستان په سیاست کې پراخ نفوذ لري او همداراز په وچه کې د راګیر افغانستان لاره پر همدې هېوادونو ده.

دغه ورځپاڼه له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ډېرې پېچلې ګڼي او زیاتوي، دغه اړیکې پر ستراتيژيک ملاتړ او تعامل او نه تعامل ولاړې دي. پاکستان د خپلو ګټو لپاره د دوحې د سولې بهیر کې مهم رول ترسره کړ، خو اوس یې پر وړاندې لویه ننګونه دا ده چې نړۍواله ټولنه پر دې قانع کړي چې طالبان اوس یوازې یوه سخت دریځه افراطي ډله نه، بلکې د حکومتولۍ وړ ډله ده.

ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان پوځ لا هم د «ستراتیژيک ژوروالي» پالیسي څاري خو په وینا یې اوس د یادې پالیسۍ وخت تېر شوی او نننی پاکستان د چین په مشرۍ د یوه سیمه ییز بلاک د جوړولو لپاره په خپلو پالیسیو کې تعدیلات راولي.

یاده ورځپاڼه کاږي، د پاکستان او طالبانو تر منځ په اړیکو کې تر ټولو ستر خنډ د پاکستان د طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» دی او پاکستان له همدې امله له طالبانو ناراضه دی. پاکستان د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» د په نښه کولو په موخه پر افغانستان هوايي بریدونه وکړل.

ورځپاڼه کاږي، امریکا د ۲۰۲‍۱ کال په اګست کې بېرته واک ته د طالبانو د رسېدو زمینه برابره کړه، هغه ډله چې په ۲۰۰۱ کال کې د لومړنۍ واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته تسلیمېدو ته لېواله وه او همداراز یاده ډله په داسې حال کې دویم ځلې واک ته ورسېده چې په کافي اندازه یې سیاسي تجربه نه درلوده، خو دمګړی د اسیا په یوې ستراتیژیکه سیمه کې پر شاوخوا ۴۰ میلیونه کسانو حکومت کوي.

اېکسپرس ټربیون زیاتوي، امریکا د طالبانو د ډیپلوماټیک انزوا په اړه د نړۍوالې اجماع مشري کوي، خو روسیه او چین بیا د دغې اجماع د له منځه وړلو هڅې کوي.

د ورځپاڼې له مخې، د طالبانو په چلند کې د بدلون د راستلو لپاره له پاکستان سربېره د چین، مرکزي اسیا او ایران او همداراز روسیې ملاتړ ته اړتیا لري. روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران له افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د ایراني چارواکو په وینا، په افغانستان کې هر تحول به د هغوی پر امنیت، اقتصاد او ټولنیزو شرایطو اغېز وکړي. په ایران کې شعیه مذهبی نظام حاکم دی، خو طالبان بیا سني مذهبه دي او خپلې ټولې چارې د حنفي فقهې له مخې ترسره کوي.

له دغه مذهبي تضاد سره سره جغرافیايي او اقتصادي مسایل او همداراز د دواړو هېوادونو پر وړاندې ګډ نړۍوال فشارونه دوی دې ته اړ اېستلي، چې په خپل منځ کې تعامل ولري.
سره له دې چې ایرانیان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو څه خوشبینه وو، خو اوس داسې ښکاري چې ایران پر دې پوه شوی چې له طالبانو سره دوستي به ښه راتلونکې ونه لري.

له دې سره، که څه هم طالبان بیا یو وخت د پاکستان ستراتیژیک ملګری بلل کېده او له دغه ډلې سره د پاکستان انډيوالي جیوپولیټیکه بریا وه، خو اوس دا وضعیت په یوه وحشتناک خوب اوښتی دی.

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ د څېړنو له مخې، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله مرګژوبله ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي، چې پاکستاني طالبان نږدې ۶۰۰۰ جنګیالي لري او په پرمختللو وسلو سنبال دي. طالبانو هغوی ته اجازه ورکړې، چې په افغانستان کې فعال پاتې شي.

کارپوهان وايي، چې پر طالبانو تکیه کولو پاکستان ته هېڅ ګټه نه ده رسولې.

نور خبرونه

رادیو