خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، له ګاونډیو هېوادونو نه د افغانانو د بېرته ور ستنېدو سره سم په دغه ولایت کې هم د کورونو د کرایو د لوړوالي له امله شکایتونه ډېر شوي دي. نوموړی وايي، د ښار اوسېدونکي د شکایت په صورت کې د کورونو د کرایو کنټرول کمېسیون ته عارض کېدای شي.
تر دې وړاندې د کابل په ګډون په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کورونو کرایې د پام وړ لوړې شوې دي او لامل یې د تازه ورستنو شویو کډوالو څپې بلل شوې دي. په کابل کې ان ښاریانو شکایت کړی، چې اوس ورته د کرایې کورونه هم په اسانۍ نه پیدا کېږي.
طالبانو که څه هم وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونو د کرایو د لوړېدو د مخنېوي خبرې کړې؛ خو لیدل کېږي چې لا هم د خلکو شکایتونو ته رسېدنه نهده شوې او دغه ستونزه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده.
د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې هم اندېښنه ښوولې، چې له ګاونډیو هېوادونو نه د تازه ستنو شویو افغانانو د پراخو څپو له امله د افغانستان ښارونه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي او ښاري خدمتونه یې هم له خنډ و ځنډ سره مخ کړي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د افغانستان ښارونو کې کورونه په بېپلانه توګه جوړ شوي او ډېری ښارونه منظمې نقشې هم نهلري.