بنیامین نتنیاهو: د اسراییل موخه د حماس له استبداده د غزې د خلکو ازادول دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اسټرالیا له اسکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د اسراییل موخه د حماس له استبداده د غزې د خلکو ازادول او د غزې او اسراییل لپاره د یوه متفاوت راتلونکي رامنځته کول دي.

هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم، موږ دې موخې ته نږدې شوي یو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تر دې وړاندې ویلي و، چې که حماس له اوربند سره منښته هم وکړي، پوځ به د غزې بشپړ کنترول په لاس کې واخلي او جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.
د اسراییل دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د دغه هېواد دفاع وزیر د غزې د نیولو طرحه تصویب کړې ده.

نور خبرونه

رادیو