میاخېل د امیر علي‌شېر نوایي د وران شوي څلي په تړاو: د هېواد تاریخي ارزښتونه باید وساتل شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

طالبانو تېره اوونۍ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په مخابراتو څلور لارې کې د تیموریانو دورې د شاعر او سیاستوال امیر علي شېر نوايي څلی ونړاوه؛ خو له ګڼو تُندو غبرګونو وروسته یې دوه ورځې مخکې د یاد څلي د بیارغونې او ښکلا چارې پیل کړې.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزرت سرپرست شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د وږي په لومړۍ) د طالبانو له لوري د امیر شېر علي نوايي د وران کړي څلي د بیارغونې چارو له پیله هرکلی وکړ او زیاته کړې یې ده: «تاریخي ارزښتونه باید وساتل شي.»

شاه محمود میاخېل په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، طالبان باید په تورخم کې د غازي امان الله خان او پاچا خان تابلوګانې، په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان څلی او د پښتونستان واټ خراب کړي انځورونه هم بېرته ورغوي.

میاخېل زیاته کړې: «په دې لړ کې چې طالبانو په تورخم کې د غازي امان الله خان او پاچا خان تابلوګانې، په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان څلی او د پښتونستان واټ انځورونه خراب کړي، باید بېرت جوړ کړي.»

د نوموړي په وینا، دغه تابلوګانې، څلي او پښتونستان واټ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو او یوازې د جمهوریت اړوند نه دي او همداراز یې ویلي: «که د غازي امان الله خان د مقبرې رنګ هم د پخوا په شان تغییر کړي، نو ښه به وي.»

د امیر علي شېرنوايي څلی شاوخوا ۱۷ کاله مخکې په مزارشریف ښار کې جوړ شوی وو، خو تېره اوونۍ طالبانو یاد څلی ونړاوه او د غبرګونونو په ترڅ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار احرار برهانوف د امیر علي‌ شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو رسمي وضاحت وغوښت.

ازبکستان د امیر علي شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو وضاحت غوښتی | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو په وضاحت کې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) ورته ویلي وو، چې دا اقدام د دوی د ځايي ادارو له ‌خوا له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په نه همغږۍ شوی او همداراز یې ډاډ ورکړی وو، چې د امیر علي‌شېر نوایي لپاره نوې مجسمه به جوړه کړي.

له دې سره سم، دوه ورځې مخکې د مزارشریف ښاروال د امیر علي‌شېر نوایي د یادګار څلي د بیارغونې چارو له پيله خبر ورکړ. د نوموړي په وینا، دغه پروژه به د ۱ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شي او په کې به د کتيبې بیارغول، د شنو ساحو، د ناستو ځایونه، کتابتون او د امیر علي‌شېر نوایي د ژوند او ادبي اثارو معرفي لوحې شاملې وي.

میر نظام الدین علي شېر نوايي په ۸۴۴ هجري- سپوږمیز کال کې په هرات کې سترګې دې نړۍ ته پرانېستې او په ۹۰۶ هجري- سپوږمیز کال کې ومړ. امیر علي‌شېر نوایي د تیموریانو دورې پرمهال له مخکښو شاعرانو، پوهانو او سیاستوالو او د سلطان حسین بایقرا هم دوره وو.

نور خبرونه

رادیو