د عقیدې پر بنسټ د قربانیانو نړۍواله ورځ؛ طالبانو ډېری خلک د خپلې عقیدې په تور ځورولي دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

د زمري ۳۱مه د عقیدې پر بنسټ د قربانیانو نړۍواله ورځ ده. په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته ځينې روښان فکره «سېکولران یا کافران» بلل شوي، «اهل حدیث یا وهابیان» ځپل شوي، اهل تشیع د طالبانو تر فشار لاندې ژوند کوي او نیوکه کوونکي «باغيان» بلل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته طالبانو پر ډېرو خلکو خپله ځانګړې عقیده او د اسلام ځانګړی تصور په زور تپلې دی، روښان فکره او جمهوریت‌پال یې «سېکولران» بللي او ځينې یې پر عصري زده‌کړو د ټينکار له امله په اعدام محکوم کړي دي.

د طالبانو ابتدایه محکمې د پکتیکا ولایت استاد عبدالعلیم خاموش «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم کړی، حال دا چې هغه وايي پر عصري زده‌کړو یې ټينګار کړی و؛ خو د هغه نظر ناسم تعبیر شوی دی.

طالبان د بیان ازادي د خپل نظام پر ضد بغاوت بولي؛ تر دې مهاله یې څو رسنۍ تړلې دي او څو خبریالان یې نیولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.

په افغانستان کې «اهل حدیث یا عامه اصطلاح وهابیانو» هم ویلي، چې د افغانستان په څو ولایتونو کې یې ملایان وژل شوي او مدرسې یې تړل شوې دي.

اهل تشیع هم شکایت کوي، چې د طالبانو له‌خوا یې مذهبي مراسم محدود شوي او جعفري فقه څنډې ته شوې ده.

هندوان او سېکان تر ډېره له افغانستانه وتلي او ډېر کم یې په افغانستان کې پاتې دي، چې هغوی هم له وېرې سره ژوند کوي.

د دغې ورځې ارزښت دا دی، چې د دين او عقيدې د ازادۍ ساتنه وشي، د بېلابېلو ټولنو ترمنځ زغم او همغږي وساتل شي او د کرکې، تبعیض او تاوتريخوالي پر وړاندې د پوهاوي فضا رامنځته شي.

نور خبرونه

رادیو