د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وایي، چې د بریټانیا له ځانګړي استازي «انډرو مککوبري» سره یې د افغانستان پر روان وضعیت او د سیمې پر امنیتي او سیاسي بدلونونو خبرې کړې دي.
د صادق خان په وینا، دغه لیدنه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې او دواړو استازو د افغانستان د راتلونکې، د سولې او ثبات د ټینګښت، او د سیمې د ګډو ننګونو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوازې د دغه هېواد نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره مهم دی، ځکه د سولې او ثبات دوام به د سیمهییزې هوساینې لامل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي او د افغانانو د راتلونکې لپاره ګډ ګامونه واخلي.
د بریټانیا ځانګړي استازي «انډرو مککوبري»هم د دغه ناستې پر مهال د افغانستان د ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نړیوالې ټولنې دوامداره همکاري کولای شي د افغانستان د خلکو لپاره د سولې او سوکالۍ شرایط رامنځته کړي.
محمد صادق خان په ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «نن مې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي انډرو مککوبري سره لیدنه وکړه. موږ د سیمې د بدلېدونکو حالاتو، د افغانستان د وضعیت او د سولې، ثبات او هوساینې لپاره د نړیوال تعامل د دوام په اهمیت خبرې وکړې.»
د دواړو استازو تر منځ دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د سختو سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او د سیمې هېوادونه د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کوي.