روسیې په اوکراین کې پر یوې امریکایۍ فابریکې برید کړی

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

روسیې د اوکراین په لوېدیځ کې هغه امریکایۍ فابریکه په نښه کړې چې د قهوې جوړولو ماشینونه او نور کورني وسایل تولیدوي. د تېرې شپې په بریدونو کې۵۷۴ ډرون څرخکې او ۴۰ توغندي کارول شوي چې لږ تر لږه ۱۹ تنه یې ټپیان کړي دي.

د موکاچېوو سیمې ښاروال اندري بالوها ویلي، دغه فابریکه په «فلیکس لېمټیډ» شرکت پورې اړه لري، چې مرکز یې په ټېکساس او ثبت شوی دفتر یې په سنګاپور کې دی. دغه شرکت زرګونه سیمه ییز کارکوونکي لري.

په لویف کې هم یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي او۲۶ کورونه زیانمن شوي.

دغه راز په دنیپروپېټروفسک سیمه کې هم د کورونو، کاروبارونو او د ګازو د نل لیکو د خرابېدو راپور ورکړل شوی.

د مسکو د دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراین د انرژۍ، هوايي ډګرونو او پوځي فابریکو پر بنسټونو یې بریدونه کړي او یو بل کلي یې نیولی.

اوکراین بیا ویلي چې د روسیې د تېلو تصفیه‌خونه، د ډرون ګودام او د سون توکو مرکز یې په نښه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو