د روسیې د دولتي اټومي ادارې رییس ویلي، هېواد یې د موجوده سترو نړیوالو ګواښونو له کبله اړتیا لري چې په راتلونکو کلونو کې خپل اټومي ډال نور هم پیاوړی کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، الکسي لیخاچوف، چې د روسیې د «روساټوم» ادارې مشر دی، ویلي:«اوسنی جیوپولیټیک وضعیت زموږ د هېواد د وجود پر وړاندې د ستر ګواښ زمانه ده، اټومي ډال، چې توره هم ده، زموږ د حاکمیت تضمین دی.»
نوموړې زیاته کړې:«موږ اوس درک کوو چې دا اټومي ډال باید په راتلونکو کلونو کې نور هم وده ومومي.»
د روسیې او امریکا ترمنځ د اټومي وسلو د نویو سیستمونو د پرمختګ سیالي چټکه شوې، په داسې حال کې چې چین هم په بېساري ډول خپلې اټومي وړتیاوې پراخوي او د بریتانیا او فرانسې تر کچې ډېرې شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سږکال د «ګولډن ډوم» په نوم د یوه نوي توغندیز دفاعي سیستم طرحه وړاندې کړه، چې د اسراییل د «ایرن ډوم» له دفاعي سیستم څخه یې په الهام اخیستې. د دې پروژې لګښت نږدې ۱۷۵ میلیارد ډالر اټکل شوی.
دغه دفاعي سیستم به وکړای شي چې بالستیک، هایپرسونیک او کروز توغندي شنډ کړي او د روسیې او چین د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د امریکا دفاعي چتر پیاوړی کړي.
خو پوځي کارپوهان وايي، دا ډول سیستمونه نه شي کولی د ټولو توغندیو مخه ونیسي، په ځانګړي ډول د هغو توغندیو چې روسیه یا امریکا یې په پراخه کچه توغولی شي.