د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» د ډيلي او کابل تر سفرونو وروسته اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د نوموړي دا سفر د پاکستان او چین د شپږم ستراتيژيک ډیالوګ څخه مخکې ترسره کیږي.
د چین او پاکستان شپږم ډيالوګ به د پنجشنبه په ورځ تر سره شي، چې د دواړه سیالان به پر بېلابېلو موضوعاتو مفصلي خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د چین بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري.
نوموړي نن چهارشنبه په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یو درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.
د چین او پاکستان د ستراتيژیکو خبرو اترو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاري لاپياوړې کول او د اړیکو ټينګول دي.
پاکستان، چین او افغانستان هوکړه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې به همکاري پیاوړې کوي او همداراز به د سوداګرۍ، ترانزیت، سیمه ییزه پراختیا، روغتیا، زدهکړه، کلتور او د نشه يي موادو پر وړاندې مبارزه کې ګډ کار ته وده ورکړي.
دا ژمنتیا د کابل درېاړخیزو خبرو په شپږمه ناسته کې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار، د چین وزیر وانګ يي، او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پکې ګډون کړی و.