یو اسټرالیایي سرتېری په افغانستان کې د جګړه ییز جنایت په تور محاکمه کېږي

۲ ساعتونه مخکې

د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتېری اولیور شولز به ډېر ژر د جګړه‌ییز جنایت «د یوه افغان وګړي د وژلو» په تور محکمې ته حاضر شي. دا لومړی ځل دی، چې یو اسټرالیایي سرتېری د افغانستان جګړې پر مهال د جګړه ییز جنایت په تور محاکمه کېږي.

۴۳ کلن شولز په ۲۰۱۲کال کې د افغانستان د ارزګان ولایت په یوه کلي کې د یوه ملکي کس «داد محمد» په وژنه تورن دی. د پېښې ویډیو د یوه همکار په هیلمټ کې د نصب شوې کامرې له لارې ثبت شوې وه او په ۲۰۲۰ کال کې د «ABC Four Corners» پروګرام کې خپره شوه.

په ویډیو کې ښکاري، چې د ځانګړو ځواکونو یو سپی پر داد محمد برید کوي، وروسته سپی شا ته کېږي او داد محمد پر ځمکه پروت دی. شولز په هغه وخت کې څو ځله له خپلو ملګرو پوښتنه کوي، «ایا غواړئ دا کس ووژنم؟» او بیا یې پر درېیو مرمیو ویشتی دی.

وژل شوی داد محمد د مرګ پر مهال شل کلن ځوان او د دوو لوڼو پلار و، د کورنۍ د غړو په وینا یې هغه د یوې پښې د ودې ستونزه هم لرله.

د اسټرالیا د یوې ځايي محکمې قاضي «ګریګ ګرګین» نن اعلان وکړ، چې د شولز دوسیه د «نیو ساوت وېلز» سترې محکمې ته لېږدول کېږي.

نوموړی به د روان کال د اکټوبر په میاشت کې د محکمې د لومړنیو اورېدنو غونډې لپاره حاضر شي.

د اسټرالیا د فدرالي جزایي قانون له مخې، د جګړه‌ ییز جنایت په توګه د وژنې تور هغه وخت مطرح کېږي، چې قرباني ملکي وګړی وي او یا هم د عمر په لحاظ جګړې ته نه وي برابر.

که چېرې شولز ګنهګار وپېژندل شي، کېدای شي د عمر قید سزا ورکړل شي.

که څه هم د پېښې په اړه افغان کلیوالو د ۲۰۱۲کال په پای کې شکایت کړی و، خو د اسټرالیا د دفاع ځواکونو لومړنۍ څېړنې هغه مهال شولز له تورونو خلاص کړ. هغوی ویلي و، چې داد محمد د مخابرې په وسیله د جګړې همغږي کوله او د پوځیانو لپاره ګواښ بلل کېده.

خو د «د ای بي سي» څېړنیز ټیم د درې کلنو څېړنو وروسته د قرباني کورنۍ او اصلي پېښې مستندات خپاره کړل، چې د نوي عدلي بهیر لامل وګرځېدل.

نور خبرونه

رادیو