د طالبانو کډوالو او راستندېونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې د طالبانو لومړیتوب دی. هغه دا خبرې د کویټ د پارلمان له پخواني غړي ډاکټر دجیح خلف الشري سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
دغه وزارت په ایکس خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې د کویټ پلاوي چې مشري یې د کویټ د پارلمان پخواني غړي ډاکټر دجیح خلف الشري کوله، د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره وکتل او د اسلامي هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په اړه خبرې وکړې.
په اعلامیه کې راغلي ډاکټر الشري وویل، د ده د سفر موخه د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د کویټ له دولت سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او رغنده تعامل د وخت اړتیا ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه پلاوي ژمنه وکړه چې د طالبانو او اسلامي نړۍ ترمنځ د رغنده اړیکو د ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.