سراج الدین حقاني او د چین د بهرنیو چارو وزیر د ګډې پولې پر امنیت خبرې وکړې

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر د چین د بهرنیو چارو وزیر سره لېدنه کې د نشه يي توکو، د افغانستان او چین د ګډې پولې امنیت او سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چار شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سراج الدین حقاني د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره د لیدني پرمهال د امنیت، نشه يي توکو پر ضد مبارزې، د ګډو پولو د امنیت او سرحدي ځواکونو د همغږۍ، سوداګرۍ، کرنې او روزنیزو پروګرامونو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو په وینا، وانګ يي ویلي، چې د افغانستان او چین اړیکې خورا ژورې رېښې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ترمنځ دغه ناسته د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې ناستې په څنډه کې شوې ده.

چین د افغانستان له اړخه د ایغور جنګیالیو له نفوذ نه په اندېښنه کې دی.

نور خبرونه

رادیو