د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په کابل کې د درې اخیرې ناستې په څنډه کې له امیرخان متقي غوښتنه کړې، چې د ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو پر ضد دې اقدامات قوي کړي. پاکستان وايي، طالبانو ژمنه کړې، چې افغان خاوره به د هېڅ ترهګرې ډلې له خوا د پاکستان پر ضد ونه کاریږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږمې درې اړخیزې ناستې په څنډه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي او سوداګریزو اړیکو کې پر مثبت پرمختګ خوښي ښيي، خو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له پرمختګ نه شاته پاتې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د اسحاق ډار له قوله ویل شوي:«په امنیتي برخه کې په تېره بیا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پر مختګ کې تر شا پاتې شوي دي.»
اسحاق ډار له طالبانو غوښتنه کړې ده، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو په څېر ډلو پر وړاندې د باور وړ عملي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبانو ژمنه ورکړې، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ یوې ترهګرې ډلې له خوا د پاکستان یا نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.