په خوست ولایت کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

۱۲ ساعتونه مخکې

په خوست ولایت کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې. دغه سیالۍ چې د خوست ښار په شیخ ‌زاید لوبغالي کې پیل شوې، له پښتونخوا هم دوو لوبډلو په‌کې ګډون کړی دی.

په خوست ولایت کې د ورزش برخې ځايي مسوولینو ویلي، چې له دغو سیالیو یې موخه د کرښې دواړو غاړو ته د ځوانانو ترمنځ د باور فضا رامنځته کول دي.

د یادو سیالیو د لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته به یو موټر جایزه هم ورکړل شي.

نور خبرونه

رادیو