پر زلمي خلیلزاد د ماریا سلطان نیوکه: پرېږدئ چې خلک په خپله خبرې وکړي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۹

په پاکستان کې افغان سیاستوالو ته د غونډې تنظیموونکې او د جنوبي اسیا سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې «ډاکټر ماریا سلطان» پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې، چې «پخواني ګناهونه اوږده سيوري لري.»

هغې له خلیلزاد څخه غوښتي، چې «خلک پرېږدي چې په خپله خبرې وکړې»

د افغانستان سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د افغان سیاستوالو د جوړېدونکې غونډې په اړه لیکلي: «د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده. د افغانستان په اړه یې سابقه وګورئ.»

خلیلزاد غوښتنه کړې، چې باید د غونډې ځای تغیر شي.

خو د دې ناستې تنظیموونکې ماریا سلطان د خلیلزاد تر نیوکې وروسته هغه ته په جواب کې پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې تاسي خپله باید افغانانو ته جواب ووایاست.

هغې زیاته کړې: «تاسې خپله باید افغان ولس ته ځواب ورکړی نه دا چې هغه خلک تر نیوکو لاندې ونیسئ، چې یوازې د خبرو اراده لري.»

د ماریا په خبره د پاکستان او افغانستان دغه ناسته خلکو ته اجازه ورکوي چې په خپله خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، دغه غونډه به په پاکستان کې د ماریا سلطان په مشرۍ د سوېلي اسیا د سټراټیژیک ټیکاو انسټیټویټ په کوربتوب ترسره شي.

ویل کېږي، چې په دې غونډه کې زلمي خلیلزاد ته هم د مېلمه په توګه د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو زلمي خلیلزاد له دې مخکې پر دغه غونډه نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې دا غونډه د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له لوري جوړېږي.

نور خبرونه

رادیو