طالبانو په سرپل او بدخشان کې د ۴ ښځو په ګډون ۱۱ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۹

طالبانو د سرپل په ګوسفندي او د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالیو کې د ۴ ښځو په ګډون ۱۱ کسان د «لواطت، نامشروع اړیکو او زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. سترې محکمې ویلي، چې دغو کسانو ته یې د وهلو ترڅنګ له ۸ میاشتو څخه تر ۴ کلونو د بند سزا هم ورکړې.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې یې د ۴ ښځو په ګډون ۱۰ کسان د «لواطت، نامشروع اړیکو او زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي‌ دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یادې ډلې دغو کسانو ته له ۲۱ څخه تر ۳۹ دُرو وهلو او له ۸ میاشتو څخه تر ۴ کلونو د تنفيذي بند سزاوې ورکړې دي.

د طالبانو سترې محکمې بیا په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې دغې ډلې د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې یو کس د «لواطت» په تور ۳۹ دُرې وهلی او په دوه کاله تنفيذي بند یې هم محکوم کړی دی.

طالبانو ویلي، چې دغو کسانو ته یې د طالب ولایتي‌ مشرانو، د قضا اړوند مسوولینو او عامو خلکو په حضور کې سزاوې ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې له طالبانو غوښتي، چې د بشري حقونو نړۍوال قانون ته درناوی وکړي او باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي.

یاد سازمان زیاتوي، چې دا بدني سزاګانې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د نامناسبې پروسې، قانوني حل لارو او مرستې په نه موجودیت کې ترسره کېږي.

دوی پر طالبانو غږ کړی، چې باید سملاسي د بدني سزا جرمي عمل پای ته ورسوي او د بشري حقونو نړۍوال قانون ته درناوی وکړي.

نور خبرونه

رادیو