د افغانستان د لامبو وهنې ملي لوبغاړي د سېلابونو پر مهال د خلکو ژوند ژغورلی

۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان د لامبو وهنې فډراسیون ویلي، چې د دغه فډراسیون غړي اېمل نبي‌زاده د وروستیو سېلابونو پر مهال د څو هېوادوالو ژوند ژغورلی دی.

که څه هم فډارسیون دا نه‌دي ویلي، چې د سېلابونو پرمهال دغه کسان په کومو ځایونو کې د یاد افغان ملي لوبغاړي له لوري ژغورل شوي؛ خو نوموړي د ننګرهار د وروستیو سېلابونو پرمهال هم یو شمېر کسان ژغورلي وو.

یاد فډراسیون د ښاغلي نبي‌زاده له هڅو او سرښندونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي د سر په بیه د نورو مرستو ته وردانګلي دي. د اېمل نبي‌زاده ورزشي فعالیتونه یوازې لامبو وهلو پورې محدود نه‌دي؛ بلکې هغه دا مهال په ننګرهار کې د پیداګوژۍ فوټبال لوبډلې لوبډلمشر هم دی او د فوټبال ښه مخینه لري.

فډراسیون ویلي، چې نبي‌زاده تر دې واړندې هم په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې څو ځلې په اوبو کې د ډوبېدو پرمهال د خلکو ژوند ژغورلی دی.

په ننګرهار کې د اېمل او ځینو نورو هغو کسانو ویډیوګانې چې د سېلابونو پرمهال یې خلک او په ځانګړې توګه ماشومان ژغورلي، په خواله رسنیو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.

نور خبرونه

رادیو