ملګرو ملتونو د بشپرپالنې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۳۸۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ ډېری دغه کسان په غزې او سوډان کې وژل شوي، چې د تېر کال پرتله ۳۱سلنه زیاتوالی ښیي.
ملګرو ملتونو دغه وژنې د شرم وړ بللې دي او په ۲۰۲۵کال کې د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې ننګونې د اندېښنې وړ بللې دي.