په هرات کې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د هرات ـ اسلامکلا پر لویه لار د مسافرو یو بس موټر له بار وړونکي مازدا سره تر ټکر وروسته اور اخیستی او په پایله کې یې لسګونه افغان کډوال چې تازه له ایران څخه شړل شوي وو، وژل شوي دي.
سرچینې وايي، دغه بس د اسلامکلا له پولې څخه کابل ته د کډوالو د لېږد پر مهال له دې پېښې سره مخ شوی دی.
تر اوسه د پېښې د کره مرګژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د یادولو ده، چې تر اوسه د هرات سیمه ییزو طالب چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.