د طالبانو لوی درستيز: زموږ ټول واکمنان ملایان دي او دا نظام له هيڅ شي سره نه معامله کوي

پرون

د طالبانو لوی درستيز فصیح الدین فطرت سې‌شنبه (د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي:« زموږ ټول واکمنان ملایان دي، چې له دین څخه خبر دي او دا نظام له هيڅ شي سره نه معامله کوي.»

هغه ویلي:« موږ داسې مهال د افغانستان د خپلواکۍ ١٠٦مه کلیزه نمانځو، چې زموږ هېواد په بشپړ ډول خپلواک دی.» خو نوموړي په خپلو خبرو کې د جهاد د امیر غازي امان الله خان نوم یاد نه کړ.

هغه وایي، دا د افغانانو عادت دی چې ازاد ژوند وکړي او د پردیو غلامي نه قبلوي. فصیح الدین زیاته کړه، «که څوک فکر کوي، چې زموږ څخه به خپلواکي واخلي؛ باید پوه شي، چې زموږ خلک هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.»

نوموړي پر تېر جمهوریت تور ولګاوه او ویې ویل، چې افغانستان اشغال شوی و؛ خو دوی دغه ورځ نمانځله.

که څه هم (د زمري پر ۲۴مه) نېټه طالبانو د دویم ځل لپاره د واک ترلاسه کولو په مناسبت جشن جوړ کړی او د خپل مشر عکسونه یې پر موټرونو او دېوالونو ځړولي وو؛ خو (د زمري د ۲۸مې) په مناسبت هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په بازارونو او ان دا چې خپلو کورونو پر دېوالونو د غازي امان الله خان عکس راوځړوي.

نور خبرونه

رادیو