سویس د جینوا سولې خبرو لپاره د پوتین کوربه توب ته تیاری وښود

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۸

د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس ویلي، سره له دې چې د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړی، سویس چمتو دی چې د اوکراین د سولې هر ډول خبرو لپاره د هغه کوربه توب وکړي.

که څه هم سویس د جرمونو نړیوالې محکمې غړی دی، خو یاد هېواد کولی شي د سولې خبرو کوربه شي حتا که ګډونوال د ای‌سي‌سي له خوا د نیولو امر هم ولري.

له همدې امله کاسیس ویلي چې هېواد یې پوتین ته د راتلو اجازه ورکوي.

کاسیس خبریالانو ته وویل: «دا زموږ په ډېپلوماتیک رول پورې اړه لري او جنیوا د ملګرو ملتونو د (اروپایي) مرکزي دفتر په توګه اهمیت لري.»

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دې وړاندیز کړی و چې جنیوا دې د اوکراین د سولې خبرو د ترسره کېدو احتمالي ځای وي، چې په دې خبرو کې به د روسیې ولسمشر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ګډون وکړي.

دا وړاندیز وروسته له هغه وشو چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له زېلېنسکي او اروپایي مشرانو سره په واشنګټن کې وکتل.

د جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین د نیولو امر په ۲۰۲۳ کال کې صادر کړی و.

نور خبرونه

رادیو